د شاګرد پر کمپیوټر د معلوماتو یا ټولو درسي موادو موجودیت پس له لومړنی دونلود څخه موجود وی او د شاګرد لپاره په دوامداره ډول د انټرنېټ د مصرف مخنیوی کوي.
هغو زده کوونکو لپاره د ناظر ښوونکي چمتو کول چې د ګډون اړوندې بستې یې ترلاسه کړي دي. دغه ښوونکي به پر ډیجیټل ډول د دغو زده کوونکو کړنې څاري او د زده کوونکو د کمزورو ټکو لپاره به په انفرادي او ګروپي ډول کار کوي او د اړتیا پر وخت به له کورنیو سره هم په اړیکه کې کیږي؛
دا ټولې اسانتیاوې به په پښتو او دري ژبه د ډیجیټل ښوونځیو پرمټ په جلا جلا ډول د هرې ژبې زده کوونکو ته وړاندې شي.
ن ډیجیټل تعلیمات ولې؟
ن ډیجیټل تعلیمات ولې؟
ډیجیټل زده کړه د روزنې د ډیزاین ، تدوین، وړاندې کولو او ارزښت موندلو لپاره یوه نوي طریقه ده چې د ښه زده کولو سره د مرستې لپاره له الکترونکي امکاناتو او وړتیاوو ګټه اخیستل کیږي. د دې زده کړې یوه بله ځانګړتیا دا ده چې په دې طریقه کې وخت او ځای ټول اختیاري او له محدویت نه پرته دي. الکترونیکي زده کړې نن د نړۍ د تعلیمي مرکزونو د پام وړ دي او هڅه کیږي چې له دې څخه په ګټې اخیستنې سره په تعلیمي چارو کې محتوایي او مکاني پراخوالۍ ایجاد کړي او پوهه او معلومات نړیوال کړي. په دغه سیسټم کې د نصاب او د ښوونې د طریقو نوي کول او د عمومي معلوماتو او مضمونونو پوهه، په کوم خاص وخت پورې تړاو نه لري او د دې پروګرام د مخته وړونکو کوښښ دا دی چې د پروګرام ګټه اخیستونکي د نویو روشونو په استفادې، د ښوونې او روزني له وروستیو پرمختیاوو خبر کړي. د دې پروګرام د جوړولو موخه، په کور دننه او بهر با کیفیته او معیاري زده کړو ته د افغانستان د ماشومانو لاسرسي کچې لوړول او هغه ماشومان چې ښوونځیو ته له تلو پاتي شوي دي د معیاری او باکیفیته تعلیماتو رسول دی.
په افغانستان کی با کیفیته تعلیماتو ته د لاسرسی په وړاندی د ستونزو شتون بد اغیز اچولی او دغه سیسټم یې کمزورې او له دېوالي کیده سره مخامخ کړی دی. . په داسې حال کې چې د پورته یادو شویو ستونزو حل په عین او لنډ وخت کې ممکن نه دی او هره ورځ د میلیونونو ماشومانو باارزښته عمر بربادیږي او هر کال د دغه نسل راتلونکي ته، د دوی کورنیو او ټولنې ته، نه جبرانیدونکی زیان واردوي او د هیواد ستونزې نور هم پیڅلي او ډیروي.
د وضعیت د خرابولي او پیڅلتیا په اړه دقیقه مطالعه، موږ دې ته وهڅولو چې د حل یوه جامع لار رامنځته کړو او زده کوونکو، د ماشومانو له کورنیو او د پوهنې له فعالانو سره له مستقیم او دوامدار تعامل وروسته، له ځنډ پرته او په بیړنې توګه عمل وکړو. موږ ډاډمن یو که دغه ډله به ښه شکل سره کار وکړي، د دې وړتیا شته چې دغې خطرناکې ملي مسلې ته اغیزمنه او پر وخت رسیدنه وشي.